King Asad

King Asad

هند د افغان کرکټ لوبغاړو هغه غوښتنه پوره کړه، چې یې هیله درلوده

Posted by Cricket on January 14 2018, 20:56pm

د هندوستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ بورډ او ملي لوبغاړو هغه غوښتنه او تمه په یقین بدله کړه، چې یې غوښتنه کوله. د کرکټ نړیوالې شورا لخوا افغانستان ته د فول میمبر شیپ یا پوره غړیتوب ورکولو وروسته افغان کرکټ بورډ په دې تلاش کې و، چې د ټیسټ درجې لرونکې لوبډلې سره د خپل لوی یا غټ کرکټ پیل وکړي. د کرکټ بورډ ترڅنګ د ملي لوبډلو د لوبغاړو هیله هم دا وه، چې د ټیسټ کرکټ لمړۍ تاریخي لوبه دې د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي. د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو: محمد نبي عیسی خیل، شهزاد محمدي، راشد خان او نورو په خپلو وروستیو خبرو کې په ډاګه کړې وه، چې د هندوستان پر وړاندې به یې لمړيۍ ټیسټ کرکټ سیالۍ نه هیرودونکي وي. افغان کرکټ بورډ هم په دې تلاش کې و، چې د افغانستان د ټیست کرکټ پیل که د هرې لوبډلې پر وړاندې وي، وکړي، خو له نورو ټولو لمړی ورته هندوستان لبیک وکړ.

 د هندي رسنیو په حواله د هندوستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې به لمړۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۱۸ م کال په جون میاشت کې ترسره کړي، خو لا کره یې نیټه نه ده په ډاګه کړې. خو داسې هم ویل کیږي، هندی کرکټ بورډ به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د دغه لوبې کره نیټه او ځای معلوم کړي. د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا به افغانستان په روان ۲۰۱۸ م کال کې ۱۳ ټیسټ کرکټ سیالۍ ترسره کړي، چې لا تر اوسه د نورو لوبډلو نومونه نه دي معلوم شوي. د کرکټ نړیوالې شورا په تیر ۲۰۱۷ م کال کې دواړو د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ته د ټیسټ کرکټ درجه ورکړه، خو لا تر دې مهاله یې د کومې لوبډلې خلاف هیڅ ډول کوم سیریز نه دی لوبولی.

To be informed of the latest articles, subscribe:
Comment on this post

Blog archives

Recent posts